په روغتونونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټیزو کارونو څخه نظارت

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۶
moph

 د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، انجینر احمد جاوید وفا له تخنیکي ټیم سره په ګډه علي جناح ملي او تخصصي روغتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د بنسټیزو کارونو د روان حالت څخه لیدنه او نظارت تر سره کړ.

دغه پروژه چې ارزښت یې ۸.۴ میلیونه افغانۍ دی، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري یې سروې او ډیزاین شوی او د نظارتي ټیم له خوا یې پړاو په پړاو نظارت ترسره کېږي.

 د یاد نظارت پر مهال تخنیکي ټیم تطبیقوونکې کمپنۍ ته د تخنیکي معیارونو مطابق لارښوونې وکړې؛ ترڅو د پروژې د تطبیق چارې په معیاري ډول مخکې لاړې شي.

همداراز، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست تخنیکي ټیم عدلي طب ریاست کې د تخنیکي بنسټونو د کار بهیر هم له نږدې ولید او د پروژې د تطبیق وضعیت ارزونه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS