۱۷ تنو ته د بېړنیو او لومړنیو خدمتونو (Basic Emergency care) تر عنوان لاندې  پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۲:۲۱
moph

یاد ورکشاپ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د مرکز او ولایتونو په کچه ۱۷ مسلکي کارکوونکو ته پیل شو، چې موخه یې په ولایتي کچه د روغتیايي پرسونل او مسؤلینو ظرفیت لوړول دي او پرانیست مراسمو کې یې د دغه انسټېټیوت رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل د بېړنیو او لومړنیو خدمتونو په ارزښت او اهمیت هر اړخیزه وینا تر سره او د ورکشاپ په روزنیز موضوعاتو یې خوښي څرګنده کړه.

په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته په ولایتونو کې د بېړنیو پېښو او لومړنیو خدمتونو په اړه هم بشپړ معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۴
Background image

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د یاد هېواد په ازمیر ښار کې جوړ شوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ

دغه کنفرانس چې د روغتیا، کلتور او سیاحت په موضوعاتو جوړ شوی و، په کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.

د یاد کنفرانس په پیل کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

کندهار ولایت کې لس ټنه له نېټې تېر درمل له منځه یووړل شول

دغه درمل د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له بېلابېلو درملتونونو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه. . .

BACK TO NEWS