تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د دشتِ برچي سل بستریز روغتون کې شاوخوا (۳۹۲) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۲:۵۱
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۳۱۰) ستر او (۸۲) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۹۶۳۱۶) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۶۴۱۴) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.