د Tertiary Complementary -HMIR په نوم د ثالثي روغتیایي خدمتونو د معلوماتو راټولولو لپاره د ظرفیت لوړونې دوهم پړاو ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۸:۵۶
moph

د (Tertiary Complementary -HMIR) په نوم د ثالثي روغتیایي خدمتونو د ارقامو راټولولو لپاره د نویو فورمو او میکانیزم د پېژندنې او تطبیق په موخه د کابل ښار شیخ زاهد، رابعه بلخي، وزیر محمد اکبرخان، استقلال، د رواني روغتیا، میوند، خیرخانې ۱۰۲ بستریز، اتاترک او نور ملي او تخصصي روغتونونو مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې دوهم پړاو درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد ورکشاپ پرانیسته کې د TC _ HMIR فورمو د اهمیت، د وزارت د ستراتیژیکو لومړیتوبونو پر بنسټ د دقیقو معلوماتو د راټولولو پر اړتیا او د روغتیایي سیسټم د شفاف مدیریت او شواهدو پر بنسټ د پرېکړو د ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا ترسره کړه.

نوموړي وویل، چې د تحلیل او ارزونې ریاست د روغتیایي معلوماتو آمریت، د (HMIS) تخنیکي همکارانو په مرسته د تخصصي روغتیایي خدمتونو د دقیقو معلوماتو د راټولولو لپاره نوی میکانیزم او فورمې تطبیقوي، چې له مخې به یې راټول شوي ارقام د DHIS2 ملي سیسټم ته انتقالېږي او په دې توګه به پالیسي جوړوونکي، پرېکړه نیوونکي، څېړونکي او نور کاري شریکان وکولای شي، خپلې پرېکړې پر دقیقو او شفافو معلوماتو وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS