د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه روغتیایي ټیمونه د کونړ ولایت زلزله‌ ځپلو سیمو ته رسېدلي دي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲۰
MOPH

دغه ټیمونه چې په امبولانسونو، طبي وسایلو او اړینو درملو سمبال دي، د درملنې او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.

یاد ټیمونه به خپلې چارې د سیمه‌ ییزو مسوولینو په همغږۍ ترسره کوي او هڅه کوي چې له زلزله‌ ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

په دغو ټیمونو کې د عامې روغتیا رییسان، روغتیایي کارکوونکي او ځوان رضاکاران شامل دي، چې په ګډه بېړني او اړین روغتیایي خدمتونه زلزله‌ ځپلو ته وړاندې کوي.

دغه هڅې د دې لپاره ترسره کېږي، چې د زلزله‌ ځپلو کورنیو ستونزې کمې او د هغوی د ژوند شرایط ښه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS