خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د هغو محترمو متخصصینو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive)  ازموینه کې بریالي شوي دي:

هغه محترم متخصصین چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive) ازموینه بریالي شوي، کولای شي د لاندې شرایطو سره سم د عامې روغتیا وزارت ویب پاڼې کې د لاندې لینک له لارې ټرینرۍ ازموینې ته نوملیکنه وکړي.

۱- د نوماند عمر باید له ۵۰ کلونو څخه زیات نه وي.

۲- باید د تخصص دورې په جریان کې دوهم چانس ونلري.

۳- د تخصص دورې او جامع ازموینې یا مونوګراف دفاع کې د نمرو سلنه باید له ۷۵٪ څخه کمه نه وي.

د نوملیکنې وروستۍ نېټه: د ۰۵/۰۷/۱۴۰۴ شنبې ورځ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو ده، او د نوملیکنې پروسه د ټاکل شوې نېټې وروسته ممکنه نه ده.

د نوملیکنې آنلاین پروسې لینک: https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSfB-s_tltgqp5FvNl9yJizlmtDZbEW9xSyZ19gN7hzCzOz4iw/viewform

درنښت

د اکمال تخصص لوی ریاست

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د رواني ـ ټولنیز ملاتړ او فزیکي بیارغونې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د فزیکي بیا رغونې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Kabul Orthopedic Organization-KOO مؤسس . . .

Back to announcements