تېر یو کال کې د هلمند ولایت په ملکه ثریا ٥٠ بستریز روغتون کې (۲۶۰۴) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۳۷
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلي ( ۱۱۱۶ ) ستر او ( ۱۴۸۸ ) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو داکترانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۲۵۴۸۲۰) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۲۸۰۸۰ ) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.