د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۸:۵۸
MOPH

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د ټولو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې تر سره شوه ، اړوندو مسؤلیتونو ته چارو ته د لا ښې پاملرنې ، مسؤولیت ته پر وخت حاضرېدو، د عقودو له نوي قانون سره سم تدارکاتي پروسو کې د شفافیت، ښه والي او د چارو چټکتیا،  په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درملو او تجهیزاتو د شتون او پیرېدلو، د درملو برخه کې د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا او لومړیتوب ورکولو او د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ  او د صحت طفل روغتون قلبي څانګې ته د لا زیاتې پاملرنې اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، په پورته ذکر شویو موضوعاتو ټینګار وکړ او تخنیکي کمېټې یې وټاکلې؛ تر څو په دې اړه جدي او عملي اقدامات تر سره کړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د چارو د ښه ترسراوي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې  د ذکر شویو موضوعاتو په اړه به لازم اقدامات تر سره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

سرپل ولایت کې یو ټن له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه درمل او خوراکي توکي د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له‌ لوري راټول شوي وو، چې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.

BACK TO NEWS