د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون کې د لابراتوار څانګه فعاله شوه

یاده څانګه د عامې روغتیا ریاست رهبرۍ او روږدو درملنې روغتون د هڅو په پایله کې فعاله شوه، چې د ناروغانو لپاره په کې ټول اړین معاینات، لکه (HIV، HCV، HBs او Multi-Drug Tests) ترسره کېږي.
د دې څانګې له فعالېدو سره، په تېرو دوو ورځو کې ۵۰ تنه ناروغانو ته یاد معاینات ترسره شوې دي؛ همدارنګه هغه ناروغان چې په دغه روغتون کې بستر او د HCV او HBs ازموینې یې مثبتې وي، د لا ښې درملنې په موخه همدې لابراتوار ته ورپېژندل کېږي، چې دې کار د ناروغانو د وخت او لګښت په سپما کې مهم رول ادا کړی دی.