د عامې روغتیا وزارت فعالیتونه په تېره یوه اوونۍ!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۵
MOPH

شنبه:

- ۱: د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ په ترڅ کې په مرکز کې له کابل استانبول، خدمت، لاجورد احمدزي، دنیا او سبحان عبادي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.

- ۲: د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د خوراکي او روغتیايي تاسیساتو څخه د څارنې ټیم یاد ولایت کې د ودونو له درې هوټلونو څخه نظارت تر سره کړ.

یکشنبه:

- ۱: د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ غونډه تر سره شوه.

- ۲: د فراه د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون کې ۴۶ تنه روږدي ناروغان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

- ۳: خوست کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو.

- ۴: د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار ۱۰مه ناحیه کې له یو شمېر رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو.

دوشنبه:

- ۱: د پنجشیر ولایت په مرکزي روغتون کې د پنځو میلیونو افغانیو په ارزښت د عاجل څانګې پرانیسته ترسره او په عصري تجهیزاتو سمبال ډیجیټل ایکسری خدمتونه فعال شول.

- ۲: د پکتیا ولایت لومړۍ او څلورمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکی توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.

- ۳: د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د جنګلک روږدو درملنې روغتون په همکارۍ د نعمان سادات پوهنتون زده کړیالانو ته د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

سه شنبه:

- ۱: د بلخ ولایت سوختګي جراحي روغتون کې د لابراتوار نوې څانګه پرانیستل شوه.

- ۲: د پنجشیر ولایت سفید چهر ولسوالۍ په ۲۰ بستریز روغتون کې د عملیاتو څانګې په فعالېدو سره لومړي ځل لپاره درې لوی جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.

- ۳: د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت او مل تخنيکي ټیم د لغمان ولایتي روغتون څخه نظارت ترسره کړ.

- ۴: د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون کې د لابراتوار څانګه فعاله شوه

چهارشنبه:

- ۱: د غزني ولایت د روږدو ناروغانو درملنې ۵۰ بستریز روغتون کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصبولو او د څښاک د اوبو څاه کیندلو چارې پیل شوې.

- ۲: د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي په مشرۍ د تغذیې د بېړنیو ‌حالاتو مسؤل، ډاکتر ذبیح الله شمس او‌ مل پلاوي د وزارت په لارښوونه د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو او ایجاد شویو روغتیایي کمپونو او مرکزونو کې د تغذیې بېړنیو خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه.

- ۳: د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون د ټراینرانو ۴۰ خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

- ۴: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د عينو مېنې روغتون څخه لیدنه وکړه.

پنجشنبه:

- ۱: هېواد کې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتیايي خدمتونو په موخه د سروی موندنو د خپراوي ورکشاپ تر سره شو.

- ۲: د شکردرې ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ۳: د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د مرکز کابل شپږمې ناحیې اړوند له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ.

- ۴: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د سترګو غوره لید او وړوندوالي څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.