فراه او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې فراه ولایت کې ۸۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول او دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او کونړ ولایت کې هم یو درملتون د قانوني جواز نه لرلو له امله وتړل شو.
دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د بې کیفیته توکو پلور او شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او د غیر معیاري خدماتو مخه ونیول شي.