د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې په بریالي ډول د شري واکسین ملي کمپاین تطبیق شو!

rasooli_admin

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ملي پروګرام د GAVI نړیوال اتحاد په مالي ملاتړ او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په تخنیکي همکارۍ سره خبر ورکوي، چې د شري واکسین پروګرام د هېواد په ۱۷ ولایتونو (کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان او سرپل) کې په بریالیتوب سره تطبیق شوی دی او په کې شاو خوا ۸.۳ میلیونه ماشومانو چې عمرونه یې له شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې دي، د شري واکسین ترلاسه کړی دی.

دا لاسته راوړنه د شري ناروغۍ پر وړاندې د هېواد د ماشومانو د روغتیا خوندیتوب او معافیت لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې کمپاین دوهم پړاو به ډېر ژر د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو کې پیل شي؛ تر څو ټول وړ ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راشي.

MOPH