کاپیسا او هلمند ولایتونونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۱
moph

یاد نظارت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې کاپیسا ولایت کې ۱۱ درملتونونه، ۱۵ روغتیایي کتنځایونه، ۹ بابه د غاښونو کلینیکونه، ۳ بابه حجامه خونې، یو OPD کلینیک او ۷ لابراتوارونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او قانوني جوازونو نه درلودلو له امله وتړل شول.

دغه راز، هلمند ولایت کې د خوراکي توکو له پلورنځیو او هوټلونو څخه د نظارت پر مهال اړوندو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو او حفظ الصحې مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او د ناروغیو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۳۳
Background image

تخار ولایت کې د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته ۴۰ عرادې موټرسیکلونه وویشل شول

 دغه موټرسیکلونه د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یونیسف نړیوالې ادارې او آغا خان مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته د واکسیناسیون بهیر چټکتیا، لرې پرتو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یو وړل شول

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۷۴. . .

BACK TO NEWS