د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو او کارکوونکو ته په ټولنه کې د ناوړه او بدو رواجونو مخنیوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تشریح او تدریس لړۍ پیل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۸:۴۹
MOPH

د تدریس په یاده لړۍ کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم ګډونوالو ته د ناوړه رواجونو مخنیوي په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان بنسټیز اهداف، د شریعت له نظره یې اهمیت او د عملي تطبیق څرنګوالی روښانه کړ.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دغه فرمان د اسلامي ټولنې د اصلاح، د باطلو رواجونو د له‌ منځه وړلو او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.

د یادونې وړ ده، چې په دغه فرمان کې د کورني او ټولنیز ژوند، نکاح، مهر، حج او عمرې، د غم او ښادۍ او نور موضوعات شامل دي، چې د ټولنې د اصلاح او د فرمان د ښه تطبیق په موخه به لا دوامدار تدریس شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS