د  کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ او د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالۍ د عمومي روغتونونو د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۱۱
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او ساختماني انجینرۍ ریاستونو د مسؤلینو او ۱۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو، چې کارونه په پوره اخلاص، صداقت، دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د عمومي روغتونونو جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۱۴
Background image

په کور دننه د درملو توليد او هېواد ته د باکيفيته درملو واردولو په موخه غونډه تر سره شوه

د ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ننګرهار ولايت له پانګوالو سره په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۱۱
Background image

د افغان او هندي ارتوپيدي متخصصینو له لوري د بندونو بدلولو لومړنی ګډ نړيوال علمي کنفرانس (First joint Arthroplasty Conference) تر سره شو

په دې  کنفرانس کې چې په انټرکانټیننټال هوټل کې تر سره شو، د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د. . .

BACK TO NEWS