د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم غور ولایت ته د سفر په ترڅ کې له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ
یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د غور ولایت دولت یار، پسابند، تیوره او دولینه ولسوالیو کې له روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.
د نظارت رئیس دغه راز، روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
