د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او تطبیقوونکو مؤسسو استازو ګډون درلود.

د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د معیاري کولو، د خدماتو د کیفیت لوړولو او د خدمت‌ رسونې سیستم د ښې همغږۍ پر اړتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه،د مدغم روغتیایي سیستم د جوړولو لپاره دې علمي او تخنیکي اصولو ته پوره توجه وشي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال وویل، ټولې پرېکړې دې د هېوادوالو د اړتیاوو پر بنسټ وشي، شفافیت ته دې پوره پاملرنه وشي او هم دې لګښتونه په نظر کې ونیول شي، څو د خلکو لپاره اغېزمنې او هر اړخیزې خدماتي کڅوړې رامنځته شي.

د یادې ناستې پر مهال د یو مدغم روغتیایي سیستم او ګډې روغتیایي کڅوړې د جوړولو لپاره ځانګړې کميټه هم رامنځته شوه، چې دا کميټه به خپل کار په دوامداره توګه ترسره کوي؛ ترڅو د هېوادوالو لپاره هر اړخیزې، باکیفیته او اغېزمنې روغتیایي خدماتي کڅوړې ترتیب شي.

همدارنګه، د ناستې ګډونوالو د خپلو نظریاتو وړاندې کولو ترڅنګ د روغتیایي کڅوړو د پرمختګ او معیاري کولو لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د پوهاند عبدالشکور رشاد عالي لېسې څه باندې ۲۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

BACK TO NEWS