د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري بدخشان ولایت کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۲:۱۴
MOPH

دغه پروګرام چې د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د اداري او مسلکي ماسټرټرېنرانو په شتون کې د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۱۶۰ تنو اداري او روغتیايي کارکوونکو لپاره ترسره شو، په کې تدارکات، پلان جوړونه، بشري سرچینو، ظرفیت لوړونه، روغتیا او خوندیتوب، او تخنیکي پروګرامونه لکه IPC، لومړنۍ مرستې (First Aid)، بنسټیز ژوند ژغورنه (BLS) او د ICU مهارتونه شامل و.

د دې روزنیز ورکشاپ موخه د بدخشان ولایت د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي او اداري وړتیاوو پیاوړي کول، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر ښه کول او خلکو ته د خدماتو د کیفیت لوړول و.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مسئولین ټینګار کوي، چې په ولایتونو کې د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او ورته روزنیز پروګرامونه به په نورو ولایتونو کې هم په دوامداره توګه ترسره کېږي، تر څو خلکو ته لا معیاري او اغېزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه «راځئ! د یو ټاکلي هدف لپاره سره راټول شو» تر شعار لاندې ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

BACK TO NEWS