د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې آمریت د روان کال عقرب میاشت کې لاندې فعالیتونه تر سره کړي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۵۴
MOPH

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د تولیدي او توریدي تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په تېره یوه میاشت کې د مزارشریف ښار په بېلا بېلو ناحیو کې نظارت تر سره شوی دی.

په دغه نظارت کې له ۴۲ بابه رسټورانټونو او برګر پلورنځيو، ۱۵ بابه سوپر مارکیټونو، ۵۰ بابه د خوراکي توکو پلورنځيو، ۶ حمامونو، ۲۹ بابه سلمانیو، د خوراکي توکو د تولید ۹ فابریکو، ۵ بابه نانوایانو، ۱ باب د اوبو حوض، د خوراکي موادو ۱۶ بابه ګدامونو او د خوراکي توکو ۱۵ عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو، چې پایله کې ۵۶ قلمه لا نېټې تېر خوراکي توکي او ۵۲ عدده هغه جان پاکونه چې په ګډه به ترې استفاده کېده راټول او د بېلا بېلو اصنافو مسؤلینو ته ۱۸۰ روغتیايي کارتونه وویشل شول.

سربېره پر دې، ۱۷۸۰ کارتنه مشروبات او ۱۴۴ کارتنه له نېټې ‌تېر چاکلېټ راټول او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتیا ریاست مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د یادو تأسیساتو مسؤلینو ته په غوره توګه د خامو موادو ساتلو، خوراکي محصولاتو، د حفظ ‌الصحې اصولو د مراعت، د ماسک، دستکشو، خولۍ، مجهز یونیفورم کارولو او د روغتیايي کارتونو اخیستلو اړوند لازمې سپارښتنې تر سره شوې.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر تاسیسات له قوانینو څخه د سرغړونې او د روغتیايي کارتونو نه شتون له امله وتړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۵۷
Background image

هلمند ولایتي روغتون کې د وینې تصفیې (هیموډیالیز) لس بستریزه څانګه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یادې څانګې پرانیستې مراسمو کې د هلمند والي الحاج مولوي امان الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح، یو شمېر نورو مسؤلینو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

دغه څانګه چې په. . .

BACK TO NEWS