د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ راډیولوژي څانګې څخه ۱۴ تنه زده کړیالان فارغ شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۴
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمدقاسم عادل، د یاد انسټېټیوټ آمرینو، د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د غضنفر روغتیایي علوموانسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل فارغو شویو زده کړیالانو ته د فراغت مبارکې وویله او له هفوی څخه یې وغوښتل، چې د طبابت اخلاق په عملي ډول پلي کړي او خپلې دندې په پوره اخلاص، امانتدارۍ او د مسؤلیت له احساس سره سمې ترسره کړې.

نوموړي په روغتیايي برخه کې د فارغو شویو زده کړیالانو رول مهم وګاڼه او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیایي سیستم په ښه والي او پیاوړتیا کې خپل رول په پوره صداقت او اخلاص اداء کړې.

دغه راز، په دې مراسمو کې د راډیولوژي څانګې د ۴۵ مې دورې فارغانو ته د مسؤلینو او استادانو له لوري د فراغت تصدیق پاڼې وویشل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ د مرکز سربېره په ۱۶ ولایتونو کې هم څانګې لري، چې په دولسو بېلابېلو روغتیایي برخو کې وړ او مسلکي کسان روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ښار دویمې ناحیې کې د چاپیریال روغتیا نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په دویمې ناحیې کې له یو شمېر هوټلونو، نانواییو، قصابیو، د خوراکي توکو پلورنځیو او د مخابراتي شرکتونو له انتنونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۴۴
Background image

د EMR سافټویر د لا ښه والي او اغېزمن تطبیق په موخه د عامې روغتیا وزارت ناسته ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس انجنیر جاوید وفا سره د EMR Electronic Medical Record سافټویر د لومړنۍ نسخې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۲
Background image

د اکمال تخصص برنامې استادانو ته د ظرفيت لوړولو په موخه د MCQS معياري پوښتونو برابرولو برخه کې روزنیز سیمينار ترسره شو

دغه یو ورځنی سیمینار د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د اکاډميکو چارو د انسجام ریاست د ازموينو او ظرفیت لوړونې آمریتونو له لوري د ټرینري او انټرنس ازموينو لپاره د MCQS (Multiple Choice. . .

BACK TO NEWS