د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټيډرس ادهانوم سره په هند هیواد کې ليدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵۸
MOPH

په دې ليدنه کې افغانستان کې د پوليو ويروسي ناروغۍ د تشخيص په موخه د معياري لابراتوار د خدماتو پر څرنګوالي ، د افغانستان روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه د‌ نړيوالو د ملاتړ، د افغانستان د روغتیایي سیستم سره د همکارۍ او پراختیا لپاره د بدیلو سرچینو په موندنې، په نړيوالو روغتيايي کنفرانسونو او غونډو کې د افغان روغتيايي مسؤلينو د ګډون او د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د جوړېدونکو عمومي روغتونونو په تجهيز بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتيا نړيوال سازمان همکاري اړينه وبلله او ويې ويل:(موږ د روغتيا نړيوال سازمان سره په ګډه ژمن يو، چې په ټول هېواد کې د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو، د پوليو د تشخيص لپاره د معياري لابراتوار جوړولو، د هېواد روغتيايي سيستم د پياوړتيا او په ۳۱۸ ولسواليو کې د نوي جوړېدونکو عمومي روغتونونو د تجهيز په برخو کې بشپړ ملاتړ او همکاري ترلاسه کړو).

بل لور د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر په پورته برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند او ويې ويل، زه د نړۍ د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا په اهمیت ټینګار کوم او ډاډ ورکوم، چې روغتيا نړيوال سازمان به له ټولو غړو هېوادونو سره د روغتیايي خدمتونو د برابرۍ، د ناروغیو د مخنیوي او د ټولنې د روغتیا لا ښه کولو لپاره خپل ملاتړ او همکاري جاري وساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS