د عامې روغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ او همکارو ادارو له استازو سره د DHIS2 ملي ډیټابېس کې د APMIS سیستم مدغم کولو په موخه انلاین ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۳
moph

دغه ناسته چې د عامې روغتیا ښاغلي وزیر له حکم او لارښوونې سره سمه ترسره شوه، په کې د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ، یونیسف نړیوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان، NEOC، د HMIS تخنیکي ټیم استازو او شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی ؤ.

په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د APMIS سیستم له لارې د معلوماتو راټولولو پر څرنګوالي هر اړخیز تخنیکي بحث ترسره شو او پرېکړه وشوه، هغه معلومات چې د یاد سیستم له لارې د نړیوالو همکارانو او کاري شریکانو له لوري راټولیږي، په تدریجي ډول دې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو زیرمتون (Data Warehouse) او د DHIS2 ملي سیستم ته ولېږدول شي او هم دې د دغو معلوماتو مدیریت او مالکیت د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، APMIS چې د هېواد په کچه د پولیو اړوند ارقامو او معلوماتو راټولولو سیستم دی او دا مهال یې معلومات د عامې روغتیا وزارت له ملي معلوماتي سیستم سره نه دي نښلول شوي او په دې اړه هڅې روانې دي؛ څو معلومات سره مدغم شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

سمنګان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

دغه روغتیايي مرکز چې د «رباطک» په سیمه کې موقعیت لري، د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې یې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

روغتیایي پیغام!

ګرانو هېوادوالو!

د بخاریو لوګی، بې‌ کیفیته سون توکي، جنراتورونه، زاړه موټرونه او نا تصفیه شوي سکاره هوا ککړوي. راځئ! چې له بې‌ضرره او معیاري سون توکو څخه کار واخلو؛ ترڅو سالم او روغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS