سمنګان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۹
moph

دغه روغتیايي مرکز چې د «رباطک» په سیمه کې موقعیت لري، د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې یې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پروژه د سمنګان عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د هلو ځلو په پایله کې د دوه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ACTED دفتر له لوري د ناروې هېواد په مالي ملاتړ تطبیق شوې ده. په یاده پروژه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د پنځو معیاري کانکسونو او د احاطې د دیوال جوړول شامل دي.

د دې پروژې په بشپړېدو او پرانیستلو سره د سیمې شاوخوا ۱۸ زره اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

د سمنګان عامې روغتیا ریاست استازي د دغه مرکز پرانیسته په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي برخه کې یو مهم ګام وباله او د روغتیايي سیستم پیاوړتیا او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د دغه ډول هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS