د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ بنګله‌ دېش هېواد ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۵۸
MOPH

د دې سفر په ترڅ کې به د بنګله‌ دېش هېواد د درملو د تنظیم ادارې له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ترسره او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند به په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشي، د بنګله‌ دېش هېواد د درملو له تولیدي فابریکو څخه به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوی لیدنه وکړي ،همداراز د دې سفر په جریان کې به د دواړو هېوادونو د درملو د تنظیم ادارو ترمنځ د ترسره شوي انلاین مجلس پر بنسټ د درملو اړوند هوکړه‌ لیک موضوع تعقیب او د بنګله‌ دېش د درملو تولیدي شرکتونو او د هغوی د درملیزو تولیدي اقلامو د ثبت او ارزونې بهیر چټکولو اړوند خبرې تر سره شي.

 د دې سفر یوه موخه د یاد هېواد د درملو تولیدي شرکتونو هڅونه ده ، ترڅو د افغانستان په داخل کې د درملو د تولید برخه کې په یواځې توګه یا له افغاني شرکتونو سره په ګډه پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

هند د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ناروغانو د ملاتړ په موخه د سرطان ضد ۱۸ قلمه درملو مرسته وکړه

یاد درمل چې ۷۷۶ کارټنه او ۷۵۸۶ کیلو ګرامه کېږي، د هند هېواد له لوري د بشردوستانه مرستې په توګه د سرطان ناروغانو ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه د افغانستان عامې روغتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار کې ۴۹۰ کیلو ګرامه بې کیفیته او له نیټې تیر خوراکي توکي او مشروبات راټول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو د جلال‌ اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د خوراکي توکو له یو شرکت څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۴۹۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر. . .

BACK TO NEWS