هند د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ناروغانو د ملاتړ په موخه د سرطان ضد ۱۸ قلمه درملو مرسته وکړه
یاد درمل چې ۷۷۶ کارټنه او ۷۵۸۶ کیلو ګرامه کېږي، د هند هېواد له لوري د بشردوستانه مرستې په توګه د سرطان ناروغانو ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.
د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د هند هېواد له دې همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، یاده مرسته د سرطان ناروغانو درملنې لپاره حیاتي وبلله او ټینګار یې وکړ، چې یاد درمل به د تخنیکي او کنټرول پړاوونو تر بشپړېدو وروسته اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.
