د عامې روغتیا وزارت د درملو د تنظیم لوی رئیس له بنګله‌دېش د درملو تنظیمي ادارې له مشر سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۰:۵۴
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي بنګله دېش هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو د تنظیمي ادارې له عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر شمیم حیدر سره لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې چې د درملو په برخه پر دوه اړخیزو همکاریو تخنیکي بحث وشو، د یاد هېواد د درملو د تنظیمي ادارې مشر له افغانستان سره د درملو برخه کې د هر اړخیزه همکاریو د دوام ژمنه وکړه، په مجلس کې د درملو په برخه کې د افغان کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د درملو برخې متخصصینو بنګله دېش هېواد ته سفر او له تولیدي فابریکو لیدنې، د درملو په ښه کیفیت او کم قیمت افغانستان ته صادرولو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم او رجستریشن اړوند په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

همداراز د بنګله‌ دېش د درملو تولیدي شرکتونو او د هغوی د درملیزو تولیدي اقلامو د ثبت او ارزونې بهیر چټکولو اړوند هم خبرې تر سره شوې، چې په دې برخه کې به د تخنیکي مراحلو وروسته یو هوکړه لیک لاسلیک کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS