د روغتیايي خدمتونو د ډیجیټل کولو په موخه د همغږۍ تعقیبي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۱۳
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر مسؤلینو، مالیې او مخابراتو وزارتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه، چې په کې روغتونونو کې د خدماتو ډیجیټل کولو، د عوایدو راټولولو او د عامې روغتیا وزارت د اړوندو نورو برخو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو وویل: د روغتیايي خدمتونو د لا ښه مدیریت، اسانه لاسرسي او د ناروغانو د معلوماتو د کره ثبت لپاره د روغتونونو ډیجیټل کول یو بنسټیزه اړتیا ده او د یو شفاف سیستم له لارې د معالجوي خدمتونو کیفیت تضمین کېدای شي؛ چې دا کار به د ناروغانو د رضایت زیاتوالي سبب هم وګرځي.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو خپلې تخنیکي او اجرائيوي اړتیاوې د یو پرېزنټېشن له لارې شریکې کړې، چې د مالیې او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS