د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د ادا دفتر له لوري د ۶۱۴ زره افغانیو په لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړ او پرانیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۵۳
moph

دغه تعمیر د فاریاب د عامې روغتیا رئیس قاري محمد اسماعیل ذبیح، په یاد ولایت کې د ادا دفتر مسؤل ډاکټر محمد زمان اعظمي او د چهلګزي ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسؤلینو په شتون کې د چهارشنبې په سیمه کې پرانیستل شو.

د فاریاب د عامې روغتیا رئیس او د چهلګزي ولسوالۍ ملکي مسؤلینو د نوي تعمیر پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د معیاري تعمیر نشتون د دې سیمې خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي وو، خو د نوي تعمیر په پرانیستې سره به د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوې پوره او ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه تعمیر درې خونې لري؛ یوه خونه د ولادت څانګې لپاره، یوه د OPD معایناتو لپاره او بله خونه د ساتونکو لپاره ځانګړې شوې ده. همدارنګه، په دې تعمیر کې یو دهلیز او دوه تشنابونه هم شامل دي، چې په ټولیز ډول د ۶۱۴ زره افغانیو په لګښت بیا ورغول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

هرات او بغلان ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملو له یو شمېر شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د درملیزو تأسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو له لوري د درملو او خوراکي توکو له واردوونکو شرکتونو څخه د پالیسۍ تطبیق، روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو او درملو او خوراکي توکو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سیمه ییز ټیم د سید خېلو ولسوالۍ اړوند چینکي عالي لېسې زده‌ کوونکو لپاره د پوهاوي پروګرام ترسره کړ

په دې پروګرام کې د نشه‌ يي توکو د زیانونو او هغو ناوړه اغېزو په اړه، چې د ځوانانو پر روان یې لري، هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د شخصي حفظ‌الصحې او انتانونو مخنیوي په اړه هم ورته لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په مرکزي راډيولوژي مرکز کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د الټراساونډ يو کلن تخصصي پروګرام پيل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د مقام د. . .

BACK TO NEWS