په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی فرعي ملي کمپاین پیل شو!

rasooli_admin

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان ۱۴مه /  د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ۱۳مه 

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو واکسین لومړی فرعي ملي کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د فبروري له ۲ تر ۵ پورې پلی کېږي، خو په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې به د فبروري له ۳ تر ۶ نېټې پورې ترسره شي. د لا چمتوالي په موخه به اړوند کمپاین د فاریاب او بادغیس ولایتونو په څلورو ولسوالیو کې د فبروري له ۹ تر ۱۲ نېټې پورې پلی شي. د یادولو ده چې د ټول کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا شپږ (۷.۳) میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي ددغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي.» هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه: « اړینه ده چې دیني علماء، قومي مخور، والدین او د ټولنې نور بانفوذه وګړي په ټول هېواد کې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په پولیو واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدای شي. دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د پولیو واکسین په مرسته کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

د واکسین ټیمونه د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمې په ټاکل شوو ځایونو کې شتون ولري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره راولي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره:

 

ډاکټر شرافت زمان امرخیل

مبایل: +93778294966

ایمیل: info.access@moph.gov.af