د کابل ولایت روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډیپارټمنټ له لوري د کابل ولایت د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ۲۰ تنو ډاکټرانو لپاره د ظرفیت لوړولو په موخه د لومړنۍ درملنې او تشخیص، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیر ساري ناروغيو د اخته ناروغانو مديريت او روغتيايي مشورو برخو کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیر ساري ناروغیو په کنټرول کې د ډاکټرانو رول مهم وباله او ویې ویل: (موږ نه شو کولای چې ټول روغتيايي کارکوونکي د غیرساري ناروغیو د کنټرول برخه کې وروزو، له همدې امله له ګډونوالو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې زده کړې او ترلاسه شوې تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو او روغتونونو کې شریکې کړي، تر څو وکولای شو لا ډېر کسان په دې برخه کې وروزو او د ناروغیو د مخنیوي کچه لوړه کړو).

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS