د عامې روغتیا وزارت د ساختماني چارو او تاسیساتو ریاست اړوند (۱۴) تخنیکي بستونو لپاره د ازموینې اخیستلو بهير پيل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۷
MOPH

یاد بستونه چې د عامې روغتیا وزارت له لوري اعلان شوي وو،(۵۸۲) تنو ورته نوم لیکنه کړې وه، چې د اسنادو او د دندو لایحې ارزونې له مخې ورته (۱۹۹) تنه په شرایطو برابر بلل شوي او شارټ ليس شوي وو.

دا ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تر څارنې لاندې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د دې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس، عرفان الله کریمي په لارښوونه د ټاکل شوې کمېټې تر څار لاندې، چې مشري يې د عامې روغتيا وزارت د وړتيا لوړونې رئيس مجيب الرحمن ماموندزي کوله، پيل شوه، چې په الکترونیکي توګه به دوه پړاوونو کې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو چې د ۱۴۴۷/۸/۱۵ او ۱۴۴۷/۸/۱۶ نېټو سره سمون لري، واخيستل شي او پايله کې به یې وړ او مسلکي کسان يادو بستونو ته معرفي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS