د عامې روغتیا وزارت له لوري د تمويلونکو سازمانونو او ملي او نړيوالو مؤسسو استازو سره په ګډه د هیلټ کلستر غونډه تر سره شوه
دا غونډه چې د عامې روغتيا وزارت د نړيوالو اړيکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئيس مولوي محمد داود منصوري او د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ معينيت مشاور ډاکټر زاهد الله رسولي په شتون کې ترسره شوه، په کې د مهمو موضوعاتو، لکه په سرحدي سیمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو ښه والي،
د کډوالو د روغتیايي خدمتونو په کڅوړو یا بستو کې د پراختیا، بېړنیو حالتونو کې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د کونړ ولایت د زلزلې د ناورین په پېښو کې د وړاندې شویو روغتیايي خدمتونو د تطبیق بیا کتنې په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
سربېره پر دې، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټولې ملي او نړیوالې ادارې دې د یادو موضوعاتو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ اجراآت تر سره کړي.
همداراز، د غونډې په پای کې له ملي او نړیوالو مؤسسو استازو څخه د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو په توګه غوښتنه وشوه، چې ټول ترسره شوي فعاليتونه او مهمې لاسته راوړنې په رسمي ډول د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي، تر څو له يادو معلوماتو څخه د ملي ستراتیژۍ ښه کولو لپاره په اغېزمنه توګه کار واخلي او د اړتیا پر مهال د عامې روغتیا وزارت په ویبپاڼه کې خپاره شي.
