د عامې روغتیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت لپاره له ARDHO مؤسسه سره د ۵.۷ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بادغيس ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARDHO مؤسسې سره (۵،۷۱۳،۶۲۲) د پنځه ميليونه اووه سوه دیارلس زره شپږ سوه دوه ويشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د څه باندې یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د څه باندې ۴۰۰ بېلا بېلو روغتيايي مرکزونو، چې په کې د ولسوالۍ کچې روغتونونه، بنسټیز او فرعي روغتيايي مرکزونه، موبايل ټیمونه، ګرځنده روغتيايي ټيمونه او نور شامل دي، د بادغيس ولايت ټولو اوسېدونکو ته لومړني او تخصصي روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، ورته د لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د بادغیس ولایت ټول اوسېدونکي له لومړنیو او تخصصي خدماتو برخمن او ۶۹۰ تنو ته به په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د ARDHO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څه باندې یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۶
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ څارنې درېیم پړاو په الشفا، عاجل ابن سینا، انتاني او د پولیسو د روغتیایي خدماتو په تخصصي روغتونونو کې ترسره شو

دا څارنه د متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ تشو معلومولو په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونو له لوري د الشفا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت لپاره له ARDHO مؤسسه سره د ۵.۷ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بادغيس ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARDHO مؤسسې سره (۵،۷۱۳،۶۲۲) د پنځه ميليونه اووه سوه دیارلس زره شپږ سوه دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۶
Background image

په مزار شریف کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیم د مزار شریف ښار په ۱۲ ناحیو کې له ۳۸ درملتونونو د شپنۍ نوکریوالۍ څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په پایله کې دوه ۲ درملتونونه د. . .

BACK TO NEWS