په مزار شریف کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیم د مزار شریف ښار په ۱۲ ناحیو کې له ۳۸ درملتونونو د شپنۍ نوکریوالۍ څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په پایله کې دوه ۲ درملتونونه د شپنۍ نوکریوالۍ د نه کولو له امله وتړل شول.
