د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ څارنې درېیم پړاو په الشفا، عاجل ابن سینا، انتاني او د پولیسو د روغتیایي خدماتو په تخصصي روغتونونو کې ترسره شو
دا څارنه د متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ تشو معلومولو په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونو له لوري د الشفا، عاجل ابن سینا، انتاني او د پولیسو د روغتیایي خدماتو په تخصصي روغتونونو کې ترسره شوه.
په پیل کې یادو ټیمونو د دغو روغتونونو له مسؤلینو سره د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په اړه خبرې وکړې او د اکمال تخصص لوی ریاست موخو ته د رسېدو او د پروګرام د معیاري کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
سربېره پر دې، د لاندې موضوعاتو پر اهمیت هم خبرې ترسره شوې، لکه: (د کریکولم تطبیق، علمي کنفرانسونه، Logbook، د ناروغ پر بستر تدریس (Bedside Teaching)، Morning Report، Morning Visit، او Case Presentation)؛ ځکه دغه موضوعات د ډاکټرانو د علمي کچې او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې اساسي رول لري.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر د مرکز په ټولو تخصصي روغتونونو، ولایتونو او همدارنګه په متممو خصصي مرکزونو (نظامي او خصوصي تخصصي مرکزونو) کې هم د تطبیق وړ دی.
