د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي او نړیوالو سازمانونو او مؤسساتو استازو او تمویل کوونکو سره د هیلت کلسټر ګډه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۲
MOPH

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او د ملي او نړیوالو مؤسسو د استازو په شتون کې ترسره شوه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال په دې ناسته کې د روغتیایي خدماتو له تمویل کوونکو وغوښتل خپلې ادارې له دې وزارت سره په همغږۍ  د بېړنیو پېښو او هېواد ته د راستنېدونکو کسانو بهیر د ښه مدیریت په موخه له وړاندې چمتو کړي، تر څو د اړتیا پر مهال ورته لازم خدمات وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې چمتووالي کې د روغتیایي خدماتو اړین کیټونو برابرول، روغتیايي مرکزونو ته د درملو استول، روغتیايي مصرفي مواد، ګرځنده روغتیايي ټیمونه، اضافي بسترونه، د راجع کولو سیستم، د واکسین او تغذیې خدمات، د میندو او ماشومانو اړوند خدمات او نور شامل دي، څو  بېړنیو حالاتو کې ناروغانو او هېواد ته د راستنېدونکو کسانو لپاره لازم خدمات وړاندې شي.

بل لور، د ملي او نړیوالو مؤسسو او د عامې روغتیا وزارت د تمویل کوونکو استازو ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخېزه همکاري وکړي.

همدارنګه هغوی خپل وړاندیزونه او ننګونې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې، چې د حل په موخه ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS