د سمنګان عامې روغتیا ریاست له خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو په تېره اوونۍ کې د دې ولایت په مرکز کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ
د دغه نظارت پایله کې (۵۴) قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي، او همدارنګه یو اندازه غیرمجاز یوناني درمل له لاس پلورونکو څخه راټول او د له منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ګدام ته ولېږدول شول.
