د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنک سره ولیدل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵۴
MOPH

په دې لیدنه کې د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو عملي کولو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې چارو د څرنګوالي او پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د لیدنې پر مهال ښاغلي وزیر د روغتیايي سیسټم پياوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د یادې برخې پراختیا او په تجهیزاتو د روغتونونو سمبالېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا چارو پیل، د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو او سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د چین سفیر د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا چارو د پیل اړوند خپلو هڅو، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، اړینو تجهیزاتو او درملو برخه کې د بشپړې همکارې ډاډ څرګند او ویې ویل، هڅه کوي د روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.

همدارنګه، په پای کې نوموړي د سنتي طب په برخه کې د روغتیايي کار کوونکو د روزنې ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS