د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او يو شمېر نورو مسؤلينو په شتون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر له FMIC (فرنسويانو) روغتون څخه پیل شو

 خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌ بندۍ بهیر موخه د اعتبار ورکولو د معیارونو پر بنسټ په خصوصي روغتونونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او خوندیتوب دی.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: (عامې روغتیا وزارت د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل کړی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی، دا بهیر د دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د روزل شوي مسلکي ټیم له لوري پر مخ وړل کېږي).

همدارنګه، په دې غونډه کې د طبي شورا لوی رئیس وویل: (نن مو روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پیل کړ، چې موخه یې سالم رقابت، د معیارونو لوړول او د خدمتونو روڼتیا ده.

دا د یاد بهیر لومړنی پړاو دی او تر هغه وخته چې دا بهیر بشپړ شوی نه وي، هېڅ ډول فیسونه نه وضع کېږي، څو روغتونونه وکولای شي ناروغانو ته لا غوره خدمتونه وړاندې کړي).

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په لومړي پړاو کې په مرکز او وروسته به په ولایتونو کې پر ټولو خصوصي روغتونونو تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS