په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د تخار ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۰۷۰) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۹
MOPH

د یادو عملیاتونو له ډلي (۲۷۴۳) ستر عملیاتونه او (۳۲۷) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۸۸۳۰) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۶۲۴۰۹) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.