د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د ازموینو ملي ادارې په مرسته د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځي فارغ شویو ډاکټرانو څخه د ۱۴۰۴ هـ .لمریز کال دویم پړاو د فعالیت جواز (ایګزیټ) ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۲۱
moph

د دې ازموینې د پېل په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي شیخ رحیم‌الله حقاني، د طبي شورا لوی رئیس ډاکتر فقیر محمد زیار، د ازموینو ملي ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو، استادانو او ګډونوالو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپلې وینا پر مهال وویل “ طبابت یوه مقدسه دنده او مسؤولیت دی” هڅه یې دا ده چې ځوانانو ته په ښه ځای کې د خپل ولس لپاره د خدمت زمینه مساعده کړي چې د ځوانو ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې لپاره هڅې جریان لري، ښاغلي وزیر له فارغانو وغوښتل چې د خپل ولس خدمت خپل اساسي هدف وګرځوي، د طبابت په برخه کې د طبي اخلاقو عملي کول خورا مهم دي چې ډاکتران باید له ناروغانو سره د انساني او طبي اخلاقو له مخې ښه چلند وکړي.

د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي شیخ رحیم‌الله حقاني د خپلې وینا پر مهال وویل دا ازموینه د بشپړ شفافیت څخه برخمنه ده او په مسلکي ډول به د شفافیت پر اساس پایلې اعلانېږي.

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس ښاغلي ډاکتر فقیر محمد زیار د خپلې وینا پر مهال د ازموینو ملي ادارې له هڅو مننه وکړه او و یې ویل طبابت مسلک له ټولو مسلکونو لوړ ارزښت لري چې باید پوره قدر یې وشي، ښاغلي زیار ټینګار وکړ چې ډاکتران باید خپل علم او مهارتونه نور هم پیاوړي کړي او د انساني ټولنې د خدمت مسؤولیت په سمه توګه پر غاړه واخلي.

د ازموینې له پېل وروسته ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي د ازموینو ملي ادارې له مسؤولینو سره په ګډه د ازموینې له صحنو څخه لیدنه وکړه او ګډونوالو ته یې د کامیابۍ هیله وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې ازموینې کې له ټول هېواد څخه د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو نږدې اووه زره(۷۰۰۰) تنو فارغانو ګډون درلود، چې ازموینه یې په کابل پوهنتون کې په منظم، شفاف او عادلانه ډول واخیستل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د پوهاند عبدالشکور رشاد عالي لېسې څه باندې ۲۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

BACK TO NEWS