په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
MOPH

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد روغتون د غوږ، ستوني او پوزې تخصصي ټیم له لوري يو ۴۵ کلن ناروغ ته ترسره شو، چې د پوزې بندښت او سردرد ستونزې یې لرلې. یاد ناروغ د درملنې او څارنې له بشپړې دورې وروسته په ښه روغتیایي حالت کې له روغتون څخه رخصت شو.

د يادونې وړ ده، چې د دې روغتون د غوږ، ستوني او پوزې ناروغيو درملنې څانګې په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې په مجموعي توګه (۲۳٬۷۲۶) ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي، چې له دې ډلې (۸۸۱) ناروغان بستر او (۸۷۴) کسانو ته لوی عملیاتونه ترسره شوي دي، چې دا شمېرې د یادې څانګې د پراخو او تخصصي روغتيايي خدماتو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS