د عامې روغتیا وزارت له OPHA مؤسسې سره د ننګرهار او لغمان لپاره د روغتیايي خدماتو تړون لاسلیک کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۲۳
MOPh

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له OPHA مؤسسې سره د (۶۴۱۸۰۸) شپږ سوه یو څلوېښت زره اته سوه اته ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د ۹ بنسټیزو روغتیايي مرکزونو له لارې د ننګرهار او لغمان ولایتونو اوسېدونکو ته اساسي روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د ننګرهار او لغمان ولایتونو (۱۱۳۶۰۰) تنه اوسېدونکي له اساسي روغتيایي خدماتو برخمن او ۹۰ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د OPHA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WHO ترمنځ د سرویلانس او بېړنیو روغتیايي پېښو د پیاوړتیا په اړه ناسته

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره د بېړنیو روغتیايي پېښو او د سرویلانس ډیپارټمنټ د اوسني وضعیت په موخه ناسته ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده نهمه فقره

وارداتي شرکتونه نه شي کولای په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو عمده او پرچون درملتونونو ته ووېشي.

عمده پلورنځي په هېڅ ډول نه شي کولای خوراکي توکي، درمل او روغتيايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۲
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې. . .

BACK TO NEWS