په نورګل ولسوالۍ کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو
د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ اړوند مزار درې سیمه کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
یاد روغتیايي مرکز د یو خیریه بنسټ له لوري د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د اساسي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، چې د سیمې اوسېدونکو ته به په کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.
