د عامې روغتیا وزارت ملي کتلوي معافیت پروګرام آمریت له لوري د واکسیناسیون په اړه «واکسینونه د هر نسل لپاره اغېزمن دي» تر شعار لاندې د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵۸
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت مرکزي رئیسانو، د امارتي ادارو مسؤلينو، د ملي او نړیوالو مؤسسو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: د عامه پوهاوي له لارې کولای شو چې په هېواد کې د واکسین د تطبیق بهیر پیاوړی کړو. هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شوې دي او ټینګار یې وکړ، چې د واکسین په اړه پوهاوی ورکول د روغتیايي کارکوونکو، کورنیو، ټولنې، رسنیو او د جوماتونو د امامانو ګډ مسؤلیت دی.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شيخ محمد طاهر حليم د اسلام له نظره د واکسین پر اهمیت هر اړخیزه وینا تر سره او  ټینګار يې وکړ چې وقایه او روغتيا ساتنه د اسلام له مهمو اصولو څخه دي او د واکسین کارول نه يواځې دا چې جواز لري، بلکې د انسانانو د ژوند ساتنې او په ټولنه کې د ناروغیو خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ضروري اقدام دی.

همداراز، د ملي کتلوي معافیت پروګرام آمر، علي احمد سیفي وویل: واکسین یو نړیوال پروګرام دی چې له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د هغې نړیواله اونۍ نمانځل کېږي. د دې غونډې موخه د واکسین په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړل دي، څو په راتلونکي کې یوه سالمه او روغه ټولنه ولرو.

هغه له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه چې د واکسین په برخه کې فعالیت کوي، مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوسمهال د یوولسو ناروغیو پر وړاندې واکسین تطبیقېږي.

سربېره پر دې، د یونیسف او  روغتیا نړیوال سازمان استازو له کورنیو وغوښتل، چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د ناروغیو پر وړاندې خوندي پاتې شي. هغوی همدارنګه په دې برخه کې د ملاتړ او د واکسین د پروګرامونو د پلي کولو په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده لسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده لسمه فقره:

داخلي او نړیوال مؤسسات مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۹
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له خان روغتون څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۵
Background image

په پروان کې د حادو اوبلنو اسهالاتو د مخنیوي په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ټولنې ګډون (CEP) تر سرلیک لاندې د حادو اوبلنو اسهالاتو (AWD) مخنیوي په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د. . .

BACK TO NEWS