د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
MOPH

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي او موخه یې د نسایي او ولادي برخې د خدمتونو کیفیت لوړول دي؛ ترڅو د کندز ولایت او شمال ختیځ زون اوسېدونکو ته غوره خدمات وړاندې شي.

د کندز عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد الله حکمت د بې‌ پولې ډاکټرانو دفتر له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دغو عملیات‌ خونو جوړول د روغتیايي خدمتونو ښه والي برخه کې مهم ګام دی.

ورته مهال د بې‌ پولې ډاکټرانو پلاوي د کندز سیمه ییز روغتون د ارتوپیدي څانګې څخه هم لیدنه وکړه او د دې څانګې لپاره یې د پرمختللو طبي وسایلو او تجهیزاتو برخه کې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS