د عامې روغتیا وزارت له خوا د اوو ولایتونو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د ۳۸۳ زره ډالرو تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بدخشان، بلخ، سرپل، جوزجان، تخار، میدان وردګ او کندز ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له BDN مؤسسې سره د (۳۸۳۸۷۳) درې سوه دري اتیا زره اته سوه دري اویا ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د ۲۷ روغتیايي ځالو (FHH)  له لارې د یادو ولایتونو (۳۰۴۳۴۸) تنه اوسېدونکي له لومړنیو روغتيایي خدماتو برخمن او (۱۸۸) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د BDN مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS