د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د تلسیمیا ناروغانو ښې درملنې لپاره په هېواد کې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي، چې دا مهال په سلګونو ناروغان په دغو مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي او زیاته یې کړه، د افغانستان ا.ا د روغتیايي سکتور پیاوړتیا خپل لومړیتوب ګڼي او هڅه کوي چې د تلسیمیا ناروغانو لپاره روغتیايي خدمات لا پراخ او پیاوړي شي.

همداراز، ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ چې د ګډو همکاریو، دوامداره هڅو او عامه پوهاوي له لارې کولای شو، د تلسیمیا ناروغۍ مخه ونیسو او ناروغانو ته د مناسبې درملنې زمینه برابره کړو.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم وویل: د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کېدو ترڅنګ، نړیوال بنسټونه او سوداګر هم باید د تلسیمیا ناروغۍ د مخنیوي او په دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو ملاتړ برخه کې همکاري او مرسته وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د تلسیمیا ناروغانو ته رسېدنه یو ګډ انساني او ټولنیز مسئولیت دی او اړتیا ده چې ټول اړوند بنسټونه د دغو ناروغانو لپاره د غوره درملنې اسانتیاوې برابرې او د دوامدار ملاتړ په موخه جدي هڅې وکړي. دغه راز، يو شمېر نورو مسؤلینو هم د تلسيميا ناروغۍ په اړه بېلابېل ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورته مهال، د وینې ملي بانک امر ډاکټر نیازګل نیازمند وویل: تلسیمیا یوه خطرناکه او ارثي ناروغي ده، چې ناروغان یې دوامدارې وینې ته اړتیا لري او دا مهال په کابل او ولایتونو کې زيات شمېر ناروغان ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت او د وینې بانکونو د ناروغانو لپاره منظم خدمات، وینه او د درملنې اسانتیاوې برابرې کړې دي او هم د مجهزو څانګو او لابراتوارونو د جوړولو پروګرامونه تر کار لاندې دي؛ څو ناروغانو ته لا غوره خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS