د فراه عامې روغتیا ریاست له خصوصي روغتیايي مرکزونو او خوراکي توکو څخه څارنه ترسره کړه
د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې امریت مسؤلینو تېره اوونۍ په دغه ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو او خوراکي توکو څخه څارنه ترسره کړه.
دغه څارنه د ۱۷ درملتونونو، ۲ د درملو عمده پلورنځیو، ۱ روغتیايي کلینیک، ۹ کتنځایونه، ۱ لابراتوار، ۱ د خوراکي توکو شرکت، ۲ د ایسکریم خرڅلاو شرکتونو، ۱ د درملو مرکز او ۱۰ نانوایانو څخه ترسره شوې، چې پایله کې ۳ درملتونونه وتړل شول، ۲۳۰ کیلوګرامه له نیټې تېر او بېکیفیته درمل راټول شول او د چاپېریال او خوراکي توکو د حفظالصحې د تأمین په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم ورکړل شوې.
