تېر کال د ننګرهار ولایتي روغتون کې (۳۳۲۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۸۴۴) ستر عملیاتونه او (۱۴۸۲) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
په همدې موده کې (۱۷۴۳۰) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۳۸۰۲۲) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.